ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، سید مجید میر احمدي ددې خبرې په کولو سره چې درستې هلې ځلې د حسین اربعین د زیارتولو لپاره د سفر د آسانولو او په آرام سره دتلو لپاره دي، دحسینی اربعین په دستورو کې د ګډون لپاره ئې د افغانستان د ښاریزو لپاره د شرائطو آسانولو موضوع ته په اشارې سره ووئیل ، افغان ښاریز له ویزې پرته او البته د پيژندپاڼوپه څير د قانوني مدرکونو په درلودلو سره په عراق کې عتبات عالیات تللی شي . هغه دغه راز ووئيل ، د اسلامی انقلاب د ستر لارښود د فرمایشاتو په اساس داربعین ددستورو اساس او بنسټ ولسی شونه ده او د حسیني اربعیّن مرکزي کمیټې د درستو ولسی ډلو او موکب لرونکو څخه بشبړ ملاتړ اوپشتیباني کوي.
https://parstoday.com/ps/news/iran-i120066